د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي، ترکیه به تر هغو د اذربایجان ملاتړ ته دوام ورکړي څو پورې چې ارمنستاني اشغالګر له سیمې څخه بهر شوي نه وي. نوموړي زیاته کړې، ارمنستان د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف د اذربایجاني خاورې لاندې کولو هڅه کړې ده، نو دوی هم په ښکاره د خپلو وروڼو تر څنګ ولاړ دي. اوغلو په پلازمېنه باکو کې یوې خبري ناستې ته ویلي، اذربایجان ته یې د سفر موخه دا ده چې له خپلو وروڼو څخه بشپړ ملاتړ اعلان کړي. هغه د کاناډا غبرګون ته په اشارې چې ویلي یې دي، ترکیه کاناډایي وسلې او مهمات د ارمنستان پر وړاندې کاروي نو له دې وروسته به یاد هېواد ته د وسلو انتقال ودروي وویل، دا بې ځایه استدلال دی، ځکه د سوریې بحران کې شریکو هېوادونو ته د وسلو انتقال هیڅ خبره نه ده خو د ښکاره اشغال پر وړاندې درېدل بیا ګناه بلل کېږي. هغه د خپلو خبرو پر دوام پر کاناډا غږ کړی دی چې باید له دوه ګوني چلن څخه ډډه وکړي.
































