سږ کال د جاپاني یرغل پر وړاندې د چینایانو د مقاومت د جګړې او د فاشیزم پر ضد نړیوالې جګړې د بریا له۸۰مې کلیزې سره برابر دی. د جاپاني یرغلګرو پر وړاندې د مقاومت په سخته جګړه کې، د چینایانو ټینګه روحیه او اقدامات د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ ترلاسه کړل. بهرنیو ملګرو په بېلا بېلو لارو د مقاومت په جګړه کې له چین سره مرسته وکړه.
هندي ډاکټر دوارکانات کوټنیس د ۱۹۳۸ کال په اګست کې چین ته ورسېد. له دې مخکې هغه خپل پلار ته په یوه لیک کې لیکلي و: “ګرانه پلاره، ما له خپل همکار سره چین ته د مرستندویه طبي ټیم په اړه مشوره کړې ده. زما همکار ماته د دې سفر احتمالي خطرونه بیان کړي، خو ما هم خپل غوښتنلیک سپارلی دی او هیله لرم چې د خپل اخلاص او وړتیا په ښودلو سره د دې ټیم لپاره غوره شم.”
له هند څخه د کوټنیس له وتلو څخه ډېر وخت نه و تېر شوی چې د هغه پلار مړ شو. د کوټنیس ورېرې شامال ویلي: “زما پلار کوټنیس ته ولیکل چې له هغه څخه وغواړي چې بیرته هند ته ورشي ترڅو خپلې مور ته تسلیورکړي، خو هغه بېرته نه دی راغلی.”
کوټنیس د ۱۹۳۹ کال په فبرورۍ کې د چین په شمال لوېدیځ کې د کمونیست ګوند انقلابي مرکز یان ان ښار ته ورسېد. په یان ان کې ژوند هم سخت او هم خطرناک و. کوټنیس د مرستندویه طبي ټیم یو بل ډاکټر ته په یوه لیک کې لیکلي: ” ستا له تګ یوه میاشت وروسته، د دښمن برید د انتظار مطابق راورسېد. دا ځل، دښمن ۲۰ زره کسانرالېږلي او موږ د یوې میاشتې لپاره د دښمنانو تر سترګو لاندې مارچ وکړ.
کوټنیس په داسې سخت چاپیریال کې درې ورځې او درې شپې په دوامداره توګه د ټپیانو درملنه وکړه. هغه د ۱۹۴۲ کال په جنورۍ کې خپلې مشرې خور ته لیک ولیک: ” هند ته زما د درتګ په اړه اندېښنه مه کوئ. اوس مهال، د هر هندي مسؤلیت د جاپاني یرغلګرو په وړاندې مبارزه او د فاشیزم مخالفت کول دي.
په ۲۰۱۵ کال کې، د کوټنیس درېیمه خور منورما د ۹۴ کلنۍ په عمر کې لا هم هغه صحنه ښه په یاد ده چې کلهيې ورور له کوره ووت: “کورنۍ د کوټنیس د پریکړې په اړه نا آرامه وه ځکه چې جګړه روانه وه او هرڅوک پوهېدل چې هلته تلل یو لوی خطر دی. پلار مې هغه ته وویل چې جګړې ته دې نه ځي او پاتې شي، خو هغه پر دې ټینګار وکړ چې زموږ ګاونډی هېواد چین اشغال شوی دی او دی باید لاړ شي. د تلو دمخه، زما ورور ماته وویل چې هغه به په څو میاشتو کې بیرته راشي، خو له هغې وورسته ما هغه بیا هېڅکله ونه لید.
کوټنیس د ۱۹۴۲ کال د دسمبر په ۹مه نېټه د ۳۲ کلونو په عمر د ناروغۍ له امله په چین کې مړ شو. هغه خپل ژوند چین ته وقف کړ او د چینایانو دایمي درناوی یې ترلاسه کړ.
له څو لسیزو راهیسې، د چین خلک او حکومت په مختلفو بڼو ډاکټر دوارکانات کوټنیس ته درناوی کوي او د هغه له کورنۍ سره غم شریکي څرګندوي. د کوټنیس خویندې په هند کې په خپل کور کې د هغه او د هغه د چینایي میرمنې عکسونه نندارې ته وړاندې کوي، پداسې حال کې چې د چیني مشرانو لخوا ډالۍ هم ښیې.
































