د موزامبیک ولسمشر دانيل چاپو څو ورځې مخکې د دغه هېواد په پلازمېنه ماپوتو کې له چين ميډيا ګروپ سره د مرکې پر مهال باور ښودلی، چې د چين او افریقا همکارۍ به په پرله پسې توګه پیاوړې شي.
د چين د دولت رئیس شي جین پينګ څو ځلې د چين او افريقا ترمنځ د حسن نیت، نږدې کېدو او صداقت پر مفهوم ولاړې ګډ برخليک ټولنې د جوړولو او د اړيکو د ټينګېدو په اړه نظر بیان کړی دی.
د موزامبیک ولسمشر دانيل چاپو د شي جين پينګ يادې نظريې غوره بللي او ويلي يې دي، چې د چين سياست به د فريقا په راتلونکي پرمختګ مثبتې اغېزې ولري.
نوموړي وويل:چين يو لوی مشر لري، رئیس شي جین پينګ هميشه د افریقا او موزامبيک پرمختګ ته پاملرنه کوي.
نوموړي باور ښودلی، چې د رئیس شي جين پينګ په مشرۍ به د چين او افريقا ترمنځ د کرنې، صنعت، سېلانۍ، طبیعي سرچينو د استخراج، انرژۍ او زيربناوو په برخو کې همکارۍ په پرله پسې توګه پیاوړې شي، لازياتې رښتينې لاسته راوړنې به ولري او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي.
































