د لانڅانګ او ميکونګ همکارۍ د بهرنيو چارو وزيرانو ۱۵ مه غونډه د چین په يون نان ولایت کې ترسره شوه. د دې غونډې مشري د چين او ټايلنډ خارجه وزيرانو په ګډه وکړه او د کمبوډيا ، لاوس ، ميانمار او ويتنام خارجه وزيرانو پکې ګډون کړی و.
د چين خارجه وزير وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، د لانڅانګ او ميکونګ همکارۍ ميکانيزم شپږو ښکيلو هېوادونو له تېرو لسو کلونو راهیسې د مشرانو مهمې موافقې په دقت عملي کړې، چې پدې سره دغه ميکانيزم هراړخيز او چټک پرمختګ موندلی او په سيمه کې تر ټولو حياتي او بالقوه ځواک لرونکی ميکانيزم ګرځېدلی دی.
بېلابېلو لوريو د يادو شپږو هېوادونو ترمنځ د تېرو لسو کلنو همکاريو لاسته راوړنې او پکې يې د چين مهم رول ستايلې او موافقه يې کړې چې د پېچليو نړيوالو حالاتو پر وړاندې به په بېلابېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ لانږدې کړي، څواړخيزم او ازاده سوداګري به وساتي، د پولې هاخوا جرمونو مخنيوی به وکړي، له ننګونو سره به ګډه مقابله وکړي او د سيمې د سولې ، ثبات او سمسورتيا لپاره به ګډ کار وکړي.
































