د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ، چې د چين کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی، د بهرنيو چارو وزير او د چين او هند د سرحدي چارو ځانګړی استازی وانګ يي به د اګست له ۱۸مې تر ۲۰ مې نېټې پورې د هند په بلنې دغه هېواد ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو د سرحدي چارو د ځانګړو استازو ۲۴مه غونډه به ترسره کړي.































