د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اګست په ۱۶مه نېټه ياسوکوني معبد ته د جاپاني سیاسي مشرانو د ورتګ په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
ویاند وویل چې ياسوکوني معبد د جاپاني مليټرليزم د تيري کوونکو جګړو یوه روحاني وسیله او سمبول دی او هلته د لومړې کچې هغو ۱۴ جنګي مجرمینو ته پکې تقدیرنامې ورکول کيږي، چې د دې جګړو جدي مسؤلیت لري. چین د تاریخي عدالت او انساني وجدان ته د جاپان له ښکاره ننګونې سره سخت نارضایتي څرګندوي او له جاپان سره یې احتجاج څرګند کړی دی.
هغه زیاته کړه چې موږ له جاپان څخه غوښتنه کوو چې د خپل یرغل تاریخ سره مخ شي او په دې اړه فکر وکړي، د یاسوکوني معبد په څېر تاریخي مسئلو کې په خپلو خبرو او کړنو کې احتیاط وکړي، له مليټرليزم سره په بشپړه توګه اړیکې پرې کړي، د سوله ییز پرمختګ لاره غوره کړي او د واقعي اقداماتو له لارې د خپلو آسیایي ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې باور ترلاسه کړي.































