د جاپان د تيري پر ضد د چينايانو د جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب اتیایمې کلیزې د يادونې په اړه مطبوعاتي مرکز خبر ورکړ، د اګست د ۱۶مې نېټې د مازیګر د ۵ بجو له ۳۰ دقیقو څخه د ۱۷مې نېټې سهار د ۳ بجو تر ۳۰ دقیقو پورې د بېجينګ په تيان ان من ميدان کې دوهم پراخ مانوره تر سره شوه، چې شاو خوا ۴۰۰۰۰ کسانو په دغه مانوره او تمرین کې ګډون کړی دی.































