پر افغان خاوره د امریکایي پوځ یرغل شلم کال ته د ننه شو. پوره ۱۹ کاله وړاندې د ۲۰۰۱ز کال د اکټوبر په اوومه نېټه امریکايي پوځيانو د لومړي ځل لپاره په مستقیمه توګه پر افغان خاوره یرغل وکړ. دوی یې خپله موخه د القاعده شبکې او طالبانو له منځه وړل ښودلي وو او تر څنګ یې له نړیوالو سره ژمنه کړې وه چې دوی به په افغانستان کې یو پیاوړی مرکزي حکومت جوړوي، د نشه يي توکو پر وړاندې به مبارزه کوي، په سیمه کې به ثبات راولي او له نړیوالو یې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوله. خو افغان جګړه شلم کال ته د ننه شوه، پر افغان انسان تور تم دی، د جګړو تیارو هر څه په ټپه درولي دي.
پوره ۱۹ کاله وشول چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو جګړه روانه ده او نه یوازې د افغانانو بلکې د سیمې د ډېرو وګړو ژوند یې تریخ کړی دی. د وروستیو معلوماتو له مخې یوازې په تېرو لسو کلونو کې د امریکایانو په جګړه کې نږدې ۱۰۰ زره افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. امریکایانو د سپټمبر د یوولسمې تر پېښې وروسته پر افغان خاوره برید وکړ. برېتانیا او د ناټو غړي هېوادونه یې د ځان ملګري کړل او کلونه کلونه یې دلته جګړه وکړه چې لا هم ددې جګړې اور بل دی او افغان انسان یې د وير پر ټغر کېنولی دی.
د جورج بش په مشرۍ د هغه مهال امریکایي حکومت له نړیوالو سره ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د القاعده شبکې پر وړاندې مبارزه کوي، د ترهګرو ځالې به ورانوي، د طالبانو پر وړاندې به جګړه کوي، په افغانستان کې به دیموکراتیک او پیاوړی مرکزي حکومت جوړوي، نشه يي توکي به له منځه وړي او د یوه مدرن افغانستان د جوړولو لپاره به همکاري کوي. خو امریکا ددې ژمنو برعکس عمل وکړ او افغان وطن ته یې غمیزه راوړه. هغه وخت د ښاغلي حامد کرزي په مشرۍ حکومت په ځلونو ټینګار وکړ چې د ترهګرو ځالې په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې دي خو امریکا دلته پر جګړې ټینګار کاوه چې هر کال یې تر پنځو زرو پورې عامو افغانانو ته مرګ ژوبله اړوله.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې ان تر ۲۰۲۰ز کال پورې چې امریکایانو له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ادامه کړې ده. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې یوازې د ۲۰۲۰ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې درې نیم زره عامو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سرچینې په خبره (( د ۲۰۲۰ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۴۵۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. له دې دلې ۱۲۸۲یې مړه شوي او ۲۱۷۶کسه ټپیان دي)).
دا یوازې د هغه کال شمېرې دي چې امریکا پکې له طالبانو سره د سولې هوکړه لرلې ده او طالبانو د تاوتریخوالي د کمېدو ژمنه کړې ده. هر کال زرګونه افغانان د امریکايي جګړې له امله مري. په تېرو لسو کلونو کې (له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۹ز) پورې امریکايي جګړې سل زره عامو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. ملګري ملتونه وایي ((یونما چې په سیستماتیکه توګه له ۲۰۰۹ د ملکي وګړو د تلفاتو د شمېرې ثبت پیل کړی له هغه مهال تر ۲۰۱۹ز پورې سل زره افغانانو ته په دې جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې ده)).
له دې ټولو سره د معلوماتو له مخې امریکا هر کال له څلوېښتو تر پنځوسو میلیاردو ډالر پر افغان جګړه لګولي دي. له دې سره هممهاله تر ۱۰۰ زره پورې امریکایان په افغانستان کې په جګړه بوخت وو، چې د نورو بهرنیو په شمول دا شمېره تر ۱۵۰ زره پورې رسېده. د افغانستان په جګړه کې ۲۴۴۱ امریکایان، ۴۴۵ برېتانویان او ۱۱۴۴ د نورو هېوادونو سرتېري وژل شوي دي او زرګونه نور ټپیان دي.
دا د امریکایي جګړې تلفاتو او لګښتونو ته لنډه کتنه وه، خو تازه واشنګټن له هغه ډلې سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه او ځان یې له افغان جګړې و ایست چې د یادې ډلې د ماتولو لپاره یې د زرګونه افغانانو ژوند واخیست او پوره شل کاله یې د افغان انسان کور تپه تیاره کړ. دا چې امریکا ولې په لومړي سر کې له طالبانو سره هوکړه نه کوله، ولې یې شل کاله پس هغه کار وکړ چې کلونه مخکې یې افغانانو غوښتنه کوله، د امریکايي حکومت پر وړاندې سترې پرتې پوښتنې دي.
لا هم ددې هیله نشته چې امریکا دې په افغانستان کې جګړه ختمه کړي او لا هم د افغان انسان د امریکا له لوري د پیل شوې جګړې تر اور لاندې سوځي. امریکایانو په افغان جګړه ځان په نړۍ کې اتل کړ، ټولې نړۍ ته یې ښکاره کړه چې ترهګري او ددوی هېوادونو ته متوجه خطرونه یې له منځه وړي او له دې درکه یې په معنوي او مادي لحاظ ګټې وکړې، خو افغانستان لا هم د پردۍ جګړې ډګر دی.
































