د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اګست په ۱۷ مه د ۲۰۲۴م کال لپاره په امريکا کې له بشري حقونو د سرغړونې راپور خپور او هغه حقیقت يې رسوا کړی، چې امريکا بشري حقونه د سياسي ډرامو او د واک ساتلو د وسيلې په توګه کارولي او د بشري حقونو له اصلي ارزښتونو او غوښتنو څخه يې سرغړونه کړې ده.
راپور وايي، ۲۰۲۴م کال د امريکايي اتباعو لخوا د خپلو سياسي حقونو د تطبيق لپاره کليدي کال و، له بده مرغه د دغه هېواد سیاست د پيسو لخوا کنټرول شوی، د زورزياتي ډېرې سياسي پېښې پکې رامنځته شوې او ډېری خلک يې د هېواد د ډيموکراسۍ څخه راضي نه دي.































