په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب پرون د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو د عالي کمېشنرۍ د پاکستان څانګې له مشرې فلیپا کندلر سره په کتنه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې دواړو لوریو له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستنې له امله د رامنځته کېدونکو ستونزو په تړاو خبرې کړي او همداراز یې په ډاګه کړې، چې د پاکستان حکومت له لوري افغانانو ته ورکړل شوی فرصت ډېر محدود دی او افغان کډوال نشي کولی په دې کمه موده کې خپل شخصي وسایل هم له ځانونو سره ولېږدوي او پاکستان باید دغه ورکړل شوی ضرب الاجل وغځوي.
































