۶۲ کلن پان چون لین د چین د ختیځ جه جیانګ ولایت د يوې غرنيزې سیمې په یوڅون کلي کې ژوند کوي.
نوموړي ۲۰ کاله مخکې خپل برخلیک څنګه بدل کړ؟ په دغې ليکنې کې يې لوستلی شئ.
کله چې د ۲۰۰۵م کال په اګست کې په یوڅون کلي کې د کانونو د استخراج چارې پای ته ورسېدې، نو پان چون لین په خپل کلي کې هوټل پرانېست او په تېرو شلو کالونو کې يې ډېر عواید ترلاسه کړي دي.
یوڅون کلي د ملګرو ملتونو د “نړۍ غوره سیلانیز کلي” جایزه هم ګټلې او ډېر سیلانيان يې د ښکليو ځايونو لیدو ته ورځي او له طبیعي منظرو يې خوند اخلي.
د پان چون لین هوټل هر کال د شاوخوا ۶۰ زرو سیلانیانو کوربه وي او کلني عوايد يې ۴ میلیونو یوانو ته رسېږي.
د تجربو، ځېرکتيا او بدلون مفکوره
شي جين پينګ کابو شل کاله مخکې، چې هغه مهال د جه جیانګ ولایت د ګوندي کميټې منشي و، دغه مفکوره “زرغون غرونه او پاکې اوبه د سرو زرو او سپینو زرو په څېر ارزښت لري” وړاندې کړه او له همغه وخت راهيسې په چين کې ډېره مشهوره او مروجه شوې ده.
زرغون غرونه او پاکې اوبه د طبیعي منظرو ښکلا ده او د سرو او سپینو زرو د شتمنۍ سمبولونه بلل کېږي او هر څوک ورسره مینه لري.
شي جين پينګ د دې مفکورې مفهوم دا دی، چې انسانان په هڅو او د اقتصادي پراختیايي ماډل د طبیعي چاپېریال د همغږۍ او د سرچینو او چاپېریال دوامدارې کارونې په رڼا کې پایداره شتمني رامنځته کولی شي.
یاده مفکوره د شي جين پينګ د انقلابي ایکولوژيکي متمدن نظر څرګندويي کوي.
چاپېریال د “۲ غرونو مفکوره” کې يوه لویه “پانګه” ياده شوې ده. د “شتمنۍ” مفهوم پکې بیان شوی او پر دې پکې ټینګار شوی، چې خلک باید د چاپېریال ساتنې پرمهال اقتصاد ته وده ورکړي او د راتلونکو نسلونو لپاره باید ایکولوژیکي ګټې وساتي. د ساري په توګه، د چین د جه جیانګ ولایت د ان جي ولسوالۍ په باڼسي ځنګلونو کې د ۱۰ زرو یوانو پانګونه هر کال ۲۳ زره یوانه ګټه لري.
په يو څون کلي کې نوښتګرو کړنو په چین او حتی نړۍ کې ستر بدلونونه راوستلي او نړيوالې ټولنې يې هم لوړه ستاينه کړې ده.
چين د افریقا د “زرغون لوی دیوال” پلان او د جنوب ختیځې اسیا د “پاکې انرژۍ دهلیز” پلان په شمول د چاپېریال ساتنې په شاوخوا ۳۰۰ پروژو کې ګډون لري او د شي جين پينګ د یادې مفکورې پلې کولو ته يې دوام ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو چاپېریال ساتنې پروګرام د ۲۰۲۵م کال په راپور کې ویلي، چې په نړیوالې زرغونې ودې کې د چین ونډه ۳۴ سلنې ته رسېدلې او دا شمېره يې نوره هم مخ په زیاتېدو ده.
































