د بغلان ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې د خنجان ولسوالۍ د باجګاه کلي د یو کانال د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. د یاد ریاست مسوولینو د پروژې د پای ته رسېدو په مراسمو کې ویلي، چې دغه کانال ۸۰ متره اوږدوالی، ۱۴۰ سانتي متره پلنوالی او ۱۱۰ سانتي متره ژوروالی لري، چې په وسیله به یې د سیمې شاوخوا ۶۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
حذیفه زیاته کړه، چې یاده پروژه د آغا خان بنسټ په مالي لګښت د یو میلیون افغانیو په ارزښت پلې شوې ده.
































