د چین او هند د سرحدي مسئلې په اړه د ځانګړو استازو ۲۴مه غونډه د اګست په ۱۹مه نېټه د هند په نوي ډیلي کې ترسره شوه. د چین ځانګړي استازي او د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو غړي وانګ يي او د هند ځانګړي استازي او د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ستراتیژیکو لارښوونو لاندې، په فعاله او رغنده توګه د چین او هند د سرحدي مسئلې په اړه له ژورو بحثونو وروسته پر لسو مواردو موافقې ته ورسېدل.
دواړو خواوو پر دې ټینګار وکړ چې په سرحدي سیمه کې د سولې او ارامتیا ساتنه ستر اهمیت لري او باید د دوستانه مشورو له لارې اړوندې مسئلې حل کړي تر څو د چین او هند د اړیکو عمومي پرمختګ تر لاسه کړي. دواړو خواوو موافقه وکړه چې په ۲۰۲۶ کال کې به په چین کې د ځانګړو استازو ۲۵مه غونډه وکړي.































