“د بشري حقونو د درناوي او ساتنې په اړه د شي جین پینګ د انتخاب شویو ویناوو” د ازبکي نسخې د خپرولو مراسم د اګست په ۱۹مه نېټه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شول. د چین او ازبکستان د سیاسي ټولنو، پوهنتونونو، خبري رسنیو، په دغه هېواد کې د چین د سفارت، نړیوالو سازمانونو او دغه راز هلته فعالو چیني شرکتونو نږدې ۳۰۰ استازو په دې مراسمو کې ګډون وکړ.
د ازبکستان د بشري حقونو د ملي مرکز مدیر اکمل سیدوف په خپله وینا کې وویل چې د دغه کتاب خپرېدل د چین او ازبکستان د خلکو ترمنځ د کلتوري تبادلې او د بشري حقونو د ساتنې په برخو کې د همکارۍ په تاریخ کې یوه مهمه پېښه ده، چې په دې همکارۍ کې یو نوی فصل جوړوي. د خلکو د هوساینې د لوړولو، د پرمختګ له لارې د بشري حقونو د پراختيا او د پرمختيايي هېوادونو د پیوستون او همکارۍ د پياوړتیا په اړه د رئیس شي جین پینګ مفکورې به د چین او ازبکستان ترمنځ د همکارۍ لپاره پراخ امکانات پرانیزي.
































