د چین د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اګست د ۲۰مې نېټې په سهار یوه مطبوعاتي غونډه وکړه ترڅو د سپټمبر درېیمې نېټې د رسم ګذشت لپاره چمتووالی وښيي او د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ووایي.
یوه چارواکي څرګنده کړه چې دا رسم ګذشت په هراړخیزه توګه د چیني شکله عصري کېدو بهیر د چټکولو لپاره د نوي مزل له پيل راهيسې لومړی رسم ګذشت دی.
هغه زیاته کړه چې دغه فعالیت به دوه مرحلې ولري او شاوخوا ۷۰ دقیقې به دوام وکړي. د رسم ګذشت په ترڅ کې به سرتیري د چانګ ان جیه واټ په اوږدو کې منظم ودریږي او د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون د رئیس شي جین پینګ د لیدنې ویاړ به ترلاسه کړي.
یو شمير سټراټژيکې ځمکنۍ ، سمندري او هوايي وسلې او دغه راز عالي بې پیلوټه او د بې پیلوټه الوتکو ضد تجهیزات به د لومړي ځل لپاره نندارې ته وړاندې شي.
































