د هند صدراعظم نريندرا مودي د اګست په ۱۹مه نېټه په نوي ډيلي کې په صدارت ماڼۍ کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيرو غړي او د مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو دفتر له مشر وانګ يي سره وکتل.
مودي له وانګ يي وغوښتل چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ او صدراعظم لي چيانګ ته نېکې هيلې ورسوي.
ده تمه وښوده چې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزې غونډې لپاره د چین تیان جین ښار ته سفر وکړي او له شي جين پينګ سره وګوري. هغه وویل، چې هند به د شانګهای همکارۍ سازمان د نوبتي رئيسه هېواد په توګه د چين له کارونو ملاتړ وکړي، څو دغه سرمشريزه په بشپړه بريا سره ترسره شي.
نوموړي وويل، د چین او هند مشرانو د تېر کال په اکتوبر کې په کازان کې سره کتلي دي او په وینا يې چې دا لیدنه د دوه اړخيزو اړيکو د ښه والي او پرمختګ لپاره د بدلون ټکي وګرځېدي. نوموړي زیاته کړه چې هند او چين سيالان نه بلکې ملګري دي او دواړه هیوادونه د چټک پرمختګ ګډې دندې لري.
نوموړي زیاته کړه چې دواړه هېوادونه بايد خپلمنځي تبادلې پياوړې کړي، تفاهم زيات او همکاري پراخه کړي. ده داهم وویل چې دواړه لوري بايد د پولو مسئله په سمه توګه اداره او حل کړي، څو د شخړې تر کچې د اختلافونو د لوړېدو مخنیوی وکړي.
وانګ يي د رئيس شي جين پينګ او د صدراعظم لي چيانګ نېکې هيلې مودي ته ورسولې او زیاته يې کړه چې چين د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې په موخه دغه هېواد ته د ده د سفر هرکلی کوي. هغه وويل، چين به د دواړو مشرانو مهمې موافقې په جدي توګه عملي کړي، د بېلابېلو برخو تبادلې او همکارۍ به پياوړې کړي، د چين ـ هند د اړيکو دوامدار او ثابت پرمختګ ته به وده ورکړي، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته ښه ګټه ورسوي او د نړۍ په پرمختګ کې خپل مسوولیت ادا کړي.
وانګ يي د دغه سفر پر مهال د هند د ملي امنيت له سلاکار اجيت دووال سره د سرحدي مسئلې په اړه د دواړو هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه ترسره کړه او د بهرنيو چارو له وزير سوبراهمانيان جايشانکار سره يې هم خبرې وکړې.
































