د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې نن په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوگ شپږمه ناسته ترسره شوه. د خبر پاڼې له مخې په دغه ناسته کې د تېرو ناستو د پرېکړو د بیاکتنې ترڅنګ، د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي. په دې ناسته کې مولوي امیرخان متقي ویلي، چې د افغانستان بهرنۍ تګلاره اقتصادمحوره اعلان شوې او هڅه دا ده چې د امنیتي ننګونو روایت، د افغانستان د اقتصادي وصل د څلورلارې په روایت بدل شي. په خبر پاڼه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګيي له قوله ویل شوي، چې د کابل او بیجینګ ترمنځ اړیکې د پراخېدو په حال کې دي، او هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سفیرانو تر کچې د دیپلوماتیکو اړیکو لوړولو هرکلی هم کړی دی. دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار ویلي، چې دا ډول درېجانبه ناستې د همکاریو د پراخېدو لپاره ښه فرصتونه برابرولی شي.
































