متحده عربي اماراتو په هرات ولایت کې د ترافیکي پیښې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي څرګنده کړې ده. د کورنیو چارو وزارت پرون ویلي، چې په هرات کې د ترافیکې پېښې د قربانیانو شمېر ۷۹ تنه ته رسېدلی دی. د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته ویلي، چې په مړو شویو کسانو کې ۱۹ یې یوازې ماشومان دي. د کورنیو چارو وزارت دا ترافیکي پېښه ټکان ورکونکې بللې او ویلي یې دي چې په دې اړه د څېړنو امر شوی دی.
































