د چين خارجه وزير وانګ يي پر ځايي وخت د اګست په ۲۰مه نېټه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د دې هېواد د کورنيو چارو له سرپرست وزير خليفه سراج الدين حقاني سره لیدنه وکړه.
وانګ يي ویلي، چې هېواد يې تل له افغانستان سره دوستانه چلند کوي او پر دې ټينګار لري، چې ټول لوی او کوچني هېوادونه مساوي دي او یو د بل په کورنيو چارو کې باید لاسوهنه ونه کړي. د هغه په خبره، هېواد يې د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته درناوی کوي، د افغانانو لخوا انتخاب شوې د پرمختګ لارې ته درناوی کوي او د افغانستان ملي وضعيت او مذهبي دودونو ته درناوی کوي. هغه زياته کړې، چې چين د افغانستان د پرمختګ په بهير کې د اعتماد وړ همکار او ملګری دی.
نوموړي ويلي، چې چين د افغانستان له اقتصاد محوره پالیسۍ ملاتړ کوي. د هغه په وينا، هېواد يې غواړي د افغانستان د بيا سمسورتيا لپاره خدمتونه برابر کړي، په څواړخيز ميکانيزم کې د افغانستان لپاره غږ پورته کړي او د افغانستان د شتمنۍ له بندولو سره يې مخالفت څرګند کړی.
سراج الدين له چین څخه مننه څرګنده کړې، چې په تېرې اوږدې مودې کې يې د افغانستان د پرمختګ او د افغانانو د ژوند د ښه کېدو په پار ډېرې مرستې برابرې کړې او په نړيوالې ټولنې کې يې د افغانستان له شاملېدو څخه ملاتړ کړی. د هغه په خبره، هېواد يې غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي لا ژوره کړي او له چين سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ لا زياتې کړي.
































