د افغانستان رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د اګست په ۲۰مه نېټه په کابل کې د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو له غړي او د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره ولیدل.
حسن اخند له وانګ يي څخه وغوښتل چې د چین مشرانو ته د ده صمیمانه سلامونه ورسوي. هغه د افغانستان په اړه د چین د حکومت او خلکو د مثبت دریځ او په نړیواله کچه د افغانستان لپاره د غږ اوچتولو څخه مننه وکړه. ده زیاته کړه چې افغانستان د چین په څیر د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پر اصل ټینګار کوي او غواړي له ټولو هیوادونو سره دوستانه همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان حکومت به د ستونزو د حل، پرمختګ ته وده ورکولو او د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره هر ډول هڅې وکړي. ده وویل چې افغانستان له چین سره د همکارۍ پیاوړتیا او د مثبتو او دوامداره دوستانه اړیکو د ودې لپاره سترګې په لار دی او هېڅکله به هیڅ ځواک ته اجازه ورنه کړي چې د چین د ګواښلو لپاره د افغانستان خاوره وکاروي.
وانګ يي په خپلو خبرو کې وویل چې چین تل د نورو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پر اصل ولاړ دی، د افغانانو د انتخاب او د افغانستان ځانګړو کلتوري دودونو ته درناوی کوي، د افغانستان د ملي ګټو پر اساس د رامنځته شوې حکومتدارۍ ماډل ته درناوی کوي او د خپلواکۍ ساتلو، پرمختګ او بیا سمسورتیا په برخو کې د افغانستان ملاتړ کوي. ده زیاته کړه چې چین به د افغانستان د ګاونډي په توګه په دوامداره توګه عادلانه رویه غوره کړي او په بېلا بېلو برخو کې به له افغانستان سره همکاري وکړي. نوموړي دغه راز وویل چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا یوه پېژندل شوې ترهګره ډله ده او هیله لري چې افغانستان به د چین اندېښنو ته پام وکړي او د دې ډلې پر ضد به خپل اقدامات ګړندي کړي. ده همدارنګه هیله وښوده چې افغانستان د اوسني حکومت په مشرۍ ستر پرمختګ ومومي او خپلو وګړیو ته به لا زیاتې ګټې ورسوي.
































