د اګست د ۲۱مې نېټې په سهار، د چین د شي زانګ کورواکې سیمې د تاسیس د ۶۰مې کلیزې لمانځغونډه په لاسا ښار کې تر سره شوه.
د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بيورو دايمي غړي او د سیاسي مشورتي کنفرانس رئيس او د یادې مرکزي کمېټې د پلاوي مشر وانګ هو نينګ د شي زانګ کورواکې سيمې حکومت ته د شي جین پینګ لخوا لیکل شوې د مبارکۍ لوحه وړاندې کړه، چې پکې دا ليکل شوي: “په ګډه د چیني ملت د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړئ او د ښکلي شي زانګ نوی فصل ولیکئ.”
































