د چین د ګمرکاتو ملي ادارې د اګست په ۲۰مه نېټه تازه شمېرنه خپره کړې، چې له مخې يې د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې د چین او د شانګهای همکارۍ سازمان د نورو غړو ترمنځ د صادراتو او وارداتو اندازه ۲ ټريلیونو او ۱۱۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ سلنه زياتوالی ښيي او په تاريخ کې يې نوی ريکارډ جوړ کړی دی.
د شمېرنې له مخې، په جولای کې د چین او د شانګهای همکارۍ سازمان د نورو غړو ترمنځ د صادراتو او وارداتو اندازه ۳۲۶ میليارډو او ۵۰ میليونو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر جون په پرتله ۸ اعشاريه ۵ سلنه زياتوالی ښيي او دغه شمېر په روان کال کې تر ټولو لوړ دی.
شمېرنې ښيي چې په ۲۰۰۱ کال کې د شانګهای همکارۍ سازمان له جوړېدو راهیسې په مختلفو برخو کې د دې سازمان همکارۍ د پراختیا او زیاتېدو په حال کې دي او سیمه ییزه تجارتي همکاري خپل اوج ته رسېدلې ده.
په ۲۰۲۴ کال کې د چین او د شانګهای همکارۍ سازمان د نورو غړو ترمنځ د صادراتو او وارداتو اندازه ۳ ټريليونو او ۶۵۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې او دغه شمېر د دې سازمان د جوړېدو د وخت په پرتله ۳۵ اعشاريه ۳ چنده زياتوالی ښيي.
































