د کندهار د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍکې د ا.ا د مشرتابه په لارښوونه د ګمرک د جوړولو لپاره څه باندې زر جریبه ځمکه د ګمرک ریاست ته په رسمي توګه سپارل شوې ده. د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، یاده ځمکه چې ۱۰۰۴ جریبه کېږي، د سپینبولدک د حوتغره لوېدیځ لوري ته موقعیت لري او د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ګمرک ریاست ته سپارل شوې ده.
































