په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو څونګ د اګست په ۲۲مه نېټه د سوریې مسئلې په اړه د امنیت شورا په علني غونډه کې وویل، په سوریه کې باید د ترهګریزو ډلو د ځواک د پیاوړي کېدو مخه ونیول شي.
فو څونګ وویل، چې په سوریه کې د ترهګریزو فعالیتونو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی. چین د سوریې له واکمنانو غواړي چې د ختیځ ترکستان ډلې په شمول دې د ټولو هغو ډلو پر وړاندې جدي اقدام وکړي چې د امنیت شورا له خوا د ترهګرو په لیست کې شامل شوې دي.
هغه پر دې ټینګار وکړ چې د سوریې حاکمیت، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید په بشپړ ډول درناوی وشي او دا د سوریې مسئلې د حلولو لپاره مهم اصل دی.































