د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري په ځايي وخت د اګست په ۲۱مه نېټه په اسلام اباد کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بیورو له غړي او د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره وکتل.
زرداري له وانګ يي څخه وغوښتل چې د چین د دولت رئیس شي جين پينګ ته د ده صميمانه سلامونه ورسوي. هغه وويل چې پاکستان په چين بشپړ باور لري او که د نړۍ حالات هر ډول بدل شي خو پاکستان به له چين سره به په ټينګه ولاړ وي. نوموړي د پاکستان د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره د چين له بې غرضه مرستې څخه مننه څرګنده کړه او د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز او ګوادر بندر په څېر همکاریزو پروژو کې د نوي پرمختګ د هڅولو لپاره يې خپله لېوالتيا څرګنده کړه.
وانګ يي وويل چې چين تل د خپل ګاونډيتوب په ډيپلوماسۍ کې د چين او پاکستان اړيکو ته لومړيتوب ورکړی دی. هغه زیاته کړه چې چین غواړي له پاکستان سره د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا د ترلاسه شوې ګډې اجماع په رڼا کې خپلمنځي دودیزه دوستي ژوره کړي، ستراتیژیکې اړیکې پیاوړې کړي، د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز کچه لوړه کړي او په نوې زمانه کې د چین او پاکستان د ګډ برخلیک لانږدې ټولنه جوړه کړي ترڅو د دواړو هېوادونو خلکو ته لازیاتې ګتې ورسوي. وانګ يې د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز منیر سره هم ولیدل او د پاکستان له مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره یې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ۶م ستراتیژیک ډیالوګ ترسره کړ.
































