د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د اګست په ۲۱مه نېټه په اسلام آباد کې د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۶م سټراتیژیک ډیالوګ په ګډه مشري وکړه.
وانګ يي وويل چې د دواړو هېوادونو د مشرانو د سټراتيژيکې لارښوونې په رڼا کې د چين او پاکستان هراړخیزې سټراتيژيکې همکاریزو اړيکو دوامداره پرمختګ کړی او دا ستر سټراتيژيکي اهمیت لري. نوموړي زیاته کړه چې چين غواړي له پاکستان سره په ګده د رئیس شي جين پينګ او پاکستاني مشرانو شوې مهمې موافقې پلې کړي.
وانګ يي وویل، چین د پاکستان ملاتړ کوي چې خپل پرمختګ ومومي او دواړه خواوې باید د څو اړخیز سوداګریز نظام د ساتنې او د یو اړخیزې ځورونې د مخنیوي لپاره ګډ کوښښ وکړي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم وويل چې پاکستان به د شانګهای همکارۍ سازمان د رئيسه هېواد په توګه د چين د کار بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي او په ګډه به د تيان جين د سرمشريزې غونډې په برياليتوب ترسره کېدو ته وده ورکړي. هغه زیاته کړه چې پاکستان به په کلکه د پاکستان او چين د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ او د چین له خوا د ۳ لويو نړيوالو وړاندیزونو د پلي کولو ملاتړ وکړي. دی وايي چې پاکستان به د ترهګرۍ له ټولو ډولونو سره د مبارزې لپاره هر ډول هڅې وکړي او په پاکستان کې د چينایانو د امنيت د ډاډمنولو لپاره به موثر تدبیرونه ونیسي.
































