د ۲۰۲۵م کال د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزه به د اګست له ۳۱مې نېټې څخه د سپتمبر تر لومړۍ نېټې پورې په تیان جين ښار کې ترسره شي. دا به پنځم ځل وي چې چین د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشریزې کوربه توب کوي او دا به د دې سازمان له تاسیس راهیسې تر ټولو لویه سرمشریزه وي. د چين دولت رئس شي جین پینګ به د تيان جين ښار د های هه سیند پر غاړه له ۲۰ څخه زیاتو بهرنیو مشرانو او د نړیوالو سازمانونو له ۱۰ مشرانو سره وګوري.
































