تمه کېږي د شانګهای همکارۍ سازمان د تیان جین سرمشریزه ډېره ژر ترسره شي، د دې سازمان عمومي منشي نورلان یرمیکبایف په بېجینګ کې د چين مېډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه.
یرمیکبایف وویل، چې د تيان جين سرمشریزه د جاپاني يرغلګرو پر وړاندې د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشیزم ضد نړیوالې جګړې د بریا د ۸۰ کلیزې او همدارنګه د ملګرو ملتونو د تاسیس د ۸۰مې کلیزې سره سمون لري. تمه کېږي چې په دې سرمشریزه کې به د تیان جین اعلامیې په ګډون يو لړ مهم سیاسي او اقتصادي اسناد تصویب شي. سربېره پر دې، غړي هېوادونه به تر ۲۰۳۵م کال پورې د ۱۰ کلنې پرمختیا ستراتیژي هم تدوین کړي.
هغه وويل، د شانګهای همکارۍ سازمان یو متحرک او پرمختللی سازمان دی او تل د بدلېدونکو شرایطو سره سم پر وخت او مؤثره توګه اوسنیو ننګونو ته ځواب وايي. د سازمان سکرتریت د غړو هېوادونو سره نژدې کار کوي، څو د سازمان د عملیاتي میکانیزمونو لا ښه والي ته وده ورکړي.
































