د راپورونو له مخې د ترکیې ساحلي ساتونکو په چاناک قلعه ښار کې هغه ۲۵ افغان کډوال نیولي دي، چې په یوې بادي بېړۍ کې سپاره وو. سرچینې ویلي، چې دا افغان کډوال د قانوني مراحلو تر بشپړولو وروسته د بهرنیانو د اېستلو مرکز ته لېږدول شوي دي. ترکیې په دې وروستیو کې د افغان پناه غوښتونکو د نیولو او اېستلو بهیر ګړندی کړی دی. د روان میلادي کال له پیل راهيسې د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه افغان کډوال نیول شوي او د اېستلو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
































