د چین د دولتي شورا د تایوان چارو دفتر ویاندې جو فنګ لیان د اګست په ۲۴مه نېټه په تایوان سیمې کې د تش په نامه مقننه شورا د ځينو غړو د ګوښه کولو د رايګرۍ په دوهم پړاو کې د کومنټانګ ګوند د برياليتوب په اړه وویل، کومنټانګ ګوند د تېر جولای په ۲۶مه نېټه د رایګیرۍ په لومړي پړاو کې تر بریالیتوب وروسته په دوهم پړاو کې بیا بریالی شو. ده زیاته کړه چې له دې څخه ښکاري چې د تایوان وګړي د ډيموکراتيک پرمختيا ګوند لخوا راپورته شوي د نورو ګوندونو د ځپلو اقدامات نه مني او له چین څخه د تایوان د بېلتون هڅه به هرومرو ناکامه شي.
































