د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د موټربم بريد له امله لس سرتېري وژل شوي او دوه نور طالبانو له ځان سره بيولي دي. د یاد ولایت يوې امنيتي سرچينې ویلي چې تېره شپه ناوخته د ګرشک ولسوالۍ په يخچال سيمه کې د امنيتي سرتېرو پر پوستې د موټربم بريد وشو. هغه وايي چې په دغه بريد کې لس سرتېري وژل شوي او دوه نور طالبانو له ځان سره بيولي دي. دغه راز يوې بلې سرچينې بیا رسنیو ته ویلي چې په دغه بريد کې شپږ سرتېري وژل شوي او يو بل ټپي دى. خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک بيا وايي چې په دغه بريد کې څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
































