له ډېرو کلونو راهيسې ځينې لوېديځ سياستوال او رسنۍ داسې خبرونه خپروي چې ګواکې د چين لخوا افر
یقايي هېوادونه د پور په لومه کې را ګېر شوي دي. خو د بریټانیا «ډبټ جاسټیس» په نوم یوه غیر حکومتي سازمان په دې وروستیو کې د یوه څېړنيز راپور په خپرولو سره د پور له لومې څخه پرده پورته کړې ده.
دغه راپور چې ۸۸ اقتصادونه پکې څېړل شوي ښيي، چې له ۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د ټيټ عايدات لرونکو اقتصادونو د بهرنيو پورونو ۳۹ سلنه برخه د سوداګريزو پور ورکوونکو سازمانونو ده، ۳۴ سلنه برخه يې د څواړخيزو سازمانونو ده او يوازې ۱۳ سلنه برخه يې د چين د عامو او خصوصي پورونو ورکوونکو سازمانونو ده.
د ډبټ جاسټیس سازمان د پاليسۍ مشر ټيم جونس ويلي: لوېديځو مشرانو د افريقا د پور بحران د رامنځته کېدو مسئوليت د چين پر غاړه اچولی او موخه يې د نړۍ د عامه افکارو غولول او له ځانه يې بل لوري ته د پام ګرځول دي.
دی وايي چې په حقيقت کې د دې اصلي مسوولین لوېدیځ بانکونه، د تېلو سوداګر او پانګوال دي.
راپور ښيي چې د ټيټ عايدات لرونکي اقتصادونه تر ډېره د لوېدیځو سازمانونو پوروړي دي او لوېديځ سازمانونه عموما سود محوره او سخت ګیرانه پالیسي تعقیبوي.
د مثال په توګه، د ګلېنکور په نوم د کانونو لوی شرکت له اوږدې مودې راهیسې د یوه وروسته پاتې افریقايي هېواد (چاد) ته د پورونو د هر ډول بښلو څخه ډه ډه کړې؛ زمبیا له څلورو نيمو کلونو له سلامشورې وروسته لا هم د بريتانيا د چارتېرډ بانک په شمول له ځينو خصوصي سازمانونو سره د پور مودې د ځندولو لپاره هيڅ تړون نه دی جوړ کړی.
نو پر ډې بنسټ ويلی شوو چې پرمختيايي هېوادونه د لوېديځو هېوادونو لخوا د پور په لومه کې اچول شوي دي.
نو ولې لوېديځ هېوادونه هميشه چین د پور پر لومې جوړولو تورنوي؟ لامل يې دا دی، چې چین د لوېديځو هېوادونو کنټرول رد کړی. لوېديځ هېوادونه ځان د نړيوالو مقرراتو جوړونکي ګڼي او د چين په شمول له نويو پور ورکوونکو اقتصادونو څخه غوښتنه لري، چې پورونه باید د دوی د مقرراتو او شکل له مخې مديريت کړي. خو چین خپله تګلاره او خپل نظر لري.
د ۲۱مې پېړۍ له پيل راهيسې، کله چې لوېديځو سازمانونو افريقا ته د دوه اړخيزو پورونو ورکړه کمه کړه، نو چين د افريقايي هېوادونو د کمزوري اقتصاد او د خپل هېواد د پرمختګ تجربو له مخې، افريقا ته د پولي همکارۍ بڼه پیشنهاد کړه. له يوې خوا، چين افريقايي هېوادونو ته ټيټ سود لرونکی او اوږده موده لرونکي پورونه ورکړل، له بلې خوا دغه هېواد له افريقا سره د اساسي تأسيساتو پروژو په اړه ډېرې همکارۍ تر سره کړې. په دې بهير کې د چين ګټې ـ ګټې مشارکت نظر څرګند شوی دی.
دا ليدل کېږي، چې چين د خپل پرمختګ د تجربو له مخې د افريقا د پرمختګ توان لوړوي. خو د لوېديځ په نظر، د چين ياده کړنه په نړیوال پولي بازار کې د لوېديځ انحصار ته زیان رسوي.
له دې امله لوېديځو سیاستوالو او رسنيو د پور لومې د جوړولو تور پر چين لګولی.
































