د خبر له مخې، د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو شورا ۲۵مه غونډه به ژر پيل شي. د يادې غونډې په درشل کې، په بېجینګ کې د شانګهای همکارۍ سازمان د ۲۰۲۵ کال د کلتوري تبادلې فعاليت، چې د چين ميډيا ګروپ او د شانګهای همکارۍ سازمان د دارالانشأ لخوا په ګډه سره جوړ شوی، د اګست په ۲۵مه نېټه تر سره شوی. د قرغېزستان ولسمشر جاپاروف او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ياد فعاليت ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي دي. په دې فعالیت کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو سیاسي، فرهنګي او رسنیو د استازو په شمول څه باندې سل شخصتیونو ګډون کړی دی.
د چين ميډيا ګروپ په دې فعاليت کې د شانګهای همکارۍ سازمان له دارالانشأ سره همکاريز تړون لاسليک کړی. دواړه خواوې به خپلو تماسونو ته دوام ورکړي، خپلمنځي همکاريزې اړيکې به لا ژورې کړي او د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو په برخه کې به د نظريو تبادلې لا نورې ټينګې کړي.































