د چين د ګمرک عمومي ادارې مسئول د اګست په ۲۵ مه د دغه هېواد د دولتي شورا د خبري دفتر په مطبوعاتي غونډه کې د دغه هېواد د څوارلسم پنځه کلن پلان(۲۰۲۱م – ۲۰۲۵م کال) د بشپړېدو په اړه معلومات ورکړي دي.
ده ویلي چې د دغه هېواد د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې د ګمرکي تصفيې د اسانتيا په برخه کې نوي پرمختګونه شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د چين د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې يعنې له ۲۰۲۱م کال څخه تر ۲۰۲۵ م کال پورې په اوسط ډول هر کال د ګمرک ادارې تر نظارت لاندې د مالونو د وارداتو او صادراتو اندازه ۵۲۰ ميليونه ټنه او ارزښت يې ۴۱ ټريليونه او ۵۰۰ ميليارډه يوانه ښودل شوی چې دا حجم د نړۍ تر نورو هېوادونو زیات دی او خونديتوب يې تضمين شوی دی.
معلومات همدارنګه ښيي، چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې په چين کې د نويو جوړ او پراخ شوو بندرونو شمېر ۴۰ ښودل شوی چې پدې سره په دغه هېواد کې د بندرونو عمومي شمېر ۳۱۱ ته رسېدلی دی.
































