د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې په درشل کې د چين ميډيا ګروپ لخوا «له فرهنګ سره د شي جین پينګ علاقه» په نوم جوړه شوې خپرونه د اګست له ۲۵ مې نېټې څخه د روسيې، قزاقستان، قرغېزستان، پاکستان، ايران او بلاروس په شمول د ياد سازمان د اړوندو هېوادونو د مهمو رسنيو په پلاټفورمونو کې خپره شوې.
د دې خپرونې د پيلېدو مراسم يې په همدې ورځ په بېجينګ کې ترسره شول.
د قرغېزستان ولسمشر صدیر جپاروف او د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د پيغامونو له لارې د يادې خپرونې د خپرېدو په پار مبارکي وويله.
«له فرهنګ سره د شي جين پينګ علاقه» خپرونه کې د کلتور د خپرېدو او پراختيا په اړه د شي جين پينګ کيسې ثبت شوې او د ده هغه نظريه ترې څرګنديږي، چې په کلتوري سمسورتيا هېواد سمسور کیږي او په کلتوري قوت ملت پياوړی کيږي، دغه راز کلتوري اثارو ته د ارزښت ورکولو او د کلتور خپرولو لپاره د ده هڅې پکې احساسېږي.
































