د چين د طبيعي سرچینو وزارت د سمندرونو د پرمختيايي ستراتېژيو څېړنيز مرکز د امريکا د بېړيو تګ راتګ د ازادۍ په اړه د قانوني ارزونې راپور خپور کړ.
په دغه راپور کې د بېړيو د تګ راتګ د ازادۍ په اړه د امريکا نظرونه او عملونه څېړل او ارزول شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې د بېړيو د تګ راتګ د ازادۍ په اړه د امريکا مفکوره کې ډېر هغه نظريې او معيارونه شامل دي چې دغه هېواد يې پخپله جوړ کړي او له نړيوالو قوانينو او د ډېرو نورو هېوادونو له عملونو څخه سرغړونه ده. سرچینې ویلي چې امريکا د دغو نظريو او عملونو له لارې د نورو هېوادونو حقه حقونه محدود کړي او خپل حقونه او ازادي يې پراخه کړې ده.
راپور وايي، د بېړيو د ازاد تګ راتګ په اړه د امريکا نظرونه او عملونه په نړيوالو قوانينو کې بنسټ نه لري او د دې ښکارندويي کوي، چې دغه هېواد هميشه له پوځي قوت څخه په استفادې پر نورو هېوادونو فشارونه اچوي.
































