د احصايې او مالوماتو ملي ادارې په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره ۳۳۷ بهرنيو وګړو د تګ راتګ د ثبت خبر ورکړل شوی دی. په خبرپاڼه کې همدارنګه لیکلي، چې ثبت شوې شمېرې ښیي، چې په یاده موده کې د ۶۷ ښځینهوو په ګډون ۱۳۰۵ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۳۰ ښځینهوو په ګډون، ۱۰۳۲ نور له هېواد څخه وتلي دي. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د یاد شمېر بهرنیو وګړو له ډلې څخه ۱۲۸۳ کسان د ځمکنیو بندرونو او ۲۲ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۲۳۶ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار او زدهکړو په موخه راغلي دي.
































