له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې خبر ورکړی، چې د دغې ادارې رییس او د اکټیډ موسسې د عمومي رئیس هنس جوهانس ترمنځ په کابل کې د یو میلیون ۷۷ زره او ۸۰۳ امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هړکړه لیک لاسلیک شوی دی. سرچینې ویلي، چې د دغه هوکړه لیک له مخې به یاده موسسه د بلخ، تخار، کندز، بغلان و ننګرهار ولایتونو په ۱۰۰۰ اغېزمنو کورنیو ته د دوو کلونو په ترڅ کې نغدي مرستې ووېشي، چې په لومړي کال کې به ۵۰۰ کورنیو ته او په دویم کال کې ۵۰۰ کورنیو ته هرې کورنۍ ته ۳۰۰ ډالره ورکول کېږي.
































