د چین د ملي ولسي کانګرس د دایمي کمیټې مشر جاو له جي د اګست په ۲۵مه نېټه په بېجینګ کې د روسیې د دوما له مشر وولودین سره د چین او روسیې د پارلماني همکارۍ کمیټې د ۱۰مې غونډې په ګډه مشري وکړه.
جاو له جي په خپلو خبرو کې وویل چې د چین د دولت رئیس شي جین پینګ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر ستراتیژیکې لارښوونې لاندې، د چین او روسیې د هراړخیزې ستراتیژیکې همکاریزې اړیکې په سالم، باثباته او د لوړې کچې پرمختګ ساتلی دی. ده ویلي چې د چین ملي ولسي کانګرس غواړي د روسیې له فدرالي شورا سره د دواړو هیوادونو د مشرانو لخوا ترلاسه شوې ګډې موافقې پلې کړي او خپلمنځي تبادلې او همکارۍ پیاوړې کړي.
وولودین وویل چې د روسیې دوما د چین له ملي ولسي کانګرس سره د دوستانه اړیکو پیاوړتیا ته لیواله دی.
































