د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د اګست په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې د روسيې د دوما له مشر وولودين سره وکتل.
شي جين پينګ له وولودین سره د لیدنې پرمهال وویل، د چين او روسيې اړيکې په اوسنۍ ناکراره نړۍ کې د لویو هېوادونو ترمنځ تر ټولو باثباته، معقولې او سټراتيژيکي اړيکې دي.
ده زیاته کړه چې دواړه خواوې بايد خپلې دوديزې دوستۍ، سټراتيژيک متقابل باور او په بېلابېلو برخو کې تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د قانون جوړوونکو ارګانونو ترمنځ همکاري په نوې زمانه کې د چين او روسيې د هراړخیزو سټراتيژيکو همکاریزو اړیکو يوه لازمي برخه ده. هغه هيله څرګنده کړه چې دواړه خواوې به په فعاله توګه د حکومتدارۍ او قانون جوړونې په برخه کې تجربې تبادله کړي ترڅو تر نويو حالاتو لاندې په بېلابېلو برخو کې د چين او روسيې د سټراتيژيکې همکارۍ لپاره قوي قانوني بنسټ برابر کړي.
وولودين رئیس شي جين پينګ ته د ولسمشر ولادیمیر پوتين صميمانه سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې. ده وويل چې د روسيې دوما د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا د ترلاسه شویو مهمو موافقو د پلي کولو، د دواړو هېوادونو د قانون جوړوونکو ارګانونو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ د پياوړتيا او د دوه اړخيزو اړيکو د لا زياتو لاسته راوړنو لپاره کوښښ کوي.
































