د چین د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اګست په ۲۸مه نېټه په یوه خبري ناسته کې د چین د خدماتي سوداګرۍ د پرمختګ او د خدماتو سوداګرۍ د سږني نړیوال نندارتون د تشکلاتي کارونو په اړه مالومات وړاندې کړل.
د دغه دفتر د مالوماتو له مخې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د چین د خدماتي وارداتو او صادراتو عمومي اندازه ۳ اعشاریه ۹ ټریلیونو یوانو ته رسېدلې چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۸ سلنه زیاته شوې او بې ساری لوړ ریکارډ یې تر لاسه کړی دی.
خبر وايي چې د خدماتي سوداګرۍ سږنی نړیوال نندارتون به د سپتمبر له ۱۰مې تر ۱۴مې پورې په بېجینګ کې ترسره شي.
































