د امریکا ان پي آر راډیو په یوه تبصره کې ویلي چې پر افغانستان د امریکا له برید څخه ۱۹ کاله تیر شول خو امریکا چې د څه لپاره هلته تللې وه هدف تر لاسه نه شو، تبصره کې راغلي چې امریکا غوښتل طالبان له منځه یوسي او دغه هیواد کې ترهګري ختمه او طالبان سم وځپي،خو د ۱۹ کلونو په تیریدو سره طالبان لا پیاوړي او منظم شوي، طالبان چې یوازې د پاکستان او سعودي عرب ملاتړ ورسره وو اوس یې د سترو سیمه اییزو هیوادو ملاتړ تر څنګ د امریکا ملاتړ هم خپل کړی او په سیاسي ځواک بدل شوي چې دا د امریکا د پالیسۍ خلاف چاره ده،تبصره کې دغه راز راغلي چې د امریکا بل هدف دا وو تر څو افغانستان کې یو پیاوړی ډیموکراټیک نظام جوړ او افغانان هوسا ژوند ولري، خو داسې ونه شول او افغانان په دې وروستیو کې له ډیر بد حکومت سره مخ شوي، حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ شا او خوا کې د خلکو په امنیت ټینګولو کې پاتې راغلی، لوږه او بیکاري په اوج کې ده، تعلیمي سیستم لا خراب شوی ، قانون تر پښو لاندې شوی او د تیرو شپږو اوو کلونو په ترڅ کې پارلمان بې مانا شوی، نه وزیرانو رایه ترې اخیستې ده او نه هم د پارلمان پریکړو ته حکومت پام کړی دی.د تبصرې پای کې راغلي چې افغانان له طالبانو او تش په نوم جمهوریت دواړو ستړي شوي،نه د طالبانو تورې دورې ته بېرته تګ غواړي او نه داسې جمهوریت چې فساد ، بې قانوني او بې عدالتي پکې اوج ته رسیدلي دي.
































