د سږکال په جولای مياشت کې د چين د برېښنا د عمومي مصرف اندازه له يو ټريليونو کيلوواټه ساعت څخه اوښتې او دې اندازې د بهرنيو رسنيو پام راجلب کړی دی. د ځينو هېوادونو خلک لا هم ډېری وخت د برېښنا له پرچاوي سره مخ وي، خو چين، چې په نړۍ کې د برېښنا تر ټولو لوی مصرفي هېواد دی، د برېښنا د مصرف اندازې يې په تاريخ کې نوی ريکارډ جوړ کړی او د برېښنا له کمښت سره نه دی مخامخ شوی.
د چين د انرژۍ ملي ادارې د تازه شمېرنې له مخې، د روان کال په جولای کې په دغه هېواد کې د برېښنا د مصرف اندازه یو ټريلیونو، ۲۲ میليارډو او ۶۰۰ میليونو کيلوواټه ساعت ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸ اعشاريه ۶ سلنه زياتوالی ښيي. د نورو هېوادونو د ورته رقم په پرتله، په جولای کې د چین د برېښنا د مصرف اندازه د ايران شاوخوا د يو کال مصرف اندازې ۲ اعشاريه ۹ چنده جوړوي، د امريکا د شاوخوا يو کال مصرف اندازې ۲۳سلنه جوړوي او د هند شاخوا د نيم کال مصرف اندازه جوړوي.
اوس چين په ټوله نړۍ کې د برېښنا تر ټولو لوی تولیدي سيستم جوړ کړی. په ۲۰۲۴ کال کې د چين د برېښنا تولیدي اندازه له ۱۰ ټريليونو کيلوواټه ساعت څخه اوښتې او دغه شمېر يې د نړۍ د برېښنا د تولید اندازې شاوخوا ۳۰ سلنه نيولې، د امریکا د برېښنا د تولید د اندازې ۲ اعشاريه ۵ چنده ده او د هند د برېښنا د تولید د اندازې نږدې ۵ چنده ده. د چين د برېښنا توليدي اندازه او د مصرف اندازه په نړۍ کې لومړی ځایونه لري.
د یادونې وړ ده، د چين د برېښنا د مصرف اندازه د انرژۍ د زرغون بهير پر بنسټ جوړه شوې ده. د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې، د چين ځينې ځایونه هم د برېښنا له کمښت سره مخامخ وو. هغه وخت د چين په برېښنا کې د ډبرو سکرو برېښنا برخه ډېره زياته وه، نو د سکرو د بيې لوړېدو د برېښنا پر توليدي اندازې لويه اغېزه وکړه. د تېرو ۴ کلونو هڅو وروسته، د چين د برېښنا د تولید او مصرف میکانیزم ډېر اصلاح شوی دی. د روان کال په جولای کې د چين په عمومي برېښنا کې د نوې انرژۍ برېښنا برخه زياته شوې.
بادي، لمريزه او بيولوژيکي برېښنا په چټکۍ زياته شوې او د عمومي برېښنا یو پر څلورمه برخه يې نيولې ده.
په دې وروستيو ورځو کې د اقلیمي چارو یوه امریکایي کار پوه ویلي چې د چين د کاربن د ايستنې د کمښت بهير ثابت دی او نړيوال ارزښت لري. د هغه په خبره، د چين له پرمختګ څخه دا څرګنده شوې، چې يو هېواد کولی شي چې د اقتصاد د پرمختګ د ساتنې په بهير کې د کاربن ايستنه کمه کړي.
د چين بېلګه نړیوالو ته ښيي، چې يو لوی اقتصاد کولی شي چې د اقتصاد د پرمختګ د ساتنې په وخت کې زرغون بهير ته وده ورکړي.
اوسنۍ نړۍ د انرژۍ له کمښت او اقليمي بحران سره مخامخ ده. د چين د برېښنا زرغون بهير د نړۍ اقليمي ادارې او د انرژۍ امنيت ته ثبات ورکوي.
































