د ۲۰۲۵ کال د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزه به د اګست له ۳۱مې نېټې څخه د سپتمبر تر لومړۍ نېټې پورې د چين په تيان جين ښار کې تر سره شي. دا به پنځم ځل وي، چې په چین کې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزه تر سره کېږي او د دې سازمان له جوړېدو راهيسې به تر ټولو لويه سرمشريزه وي. د چين دولت رئيس شي جين پينګ به د بهرنیو هېوادونو له څه باندې ۲۰ مشرانو او د نړيوالو سازمانونو له ۱۰ مسئولينو سره ليدنه وکړي او د شانګهای همکارۍ سازمان د رول لوبولو، د سیمه ييز ثبات د خوندي کولو او د ګډ پرمختګ د تر لاسه کولو په اړه به وغږېږي.
شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چين، روسيې، قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان او ازبکستان په شمول د ۶ هېوادونو د مشرانو لخوا په ګډه سره جوړ شوی. د يادونې وړ ده، چې ياد ۶ هېوادونه د ورېښمو لرغونې لارې په اوږد کې پراته دي.
شي جين پينګ د ۲۰۱۳ کال په سپتمبر کې له قزقستان څخه رسمي ليدنه وکړه او د دې لیدنې په ترڅ کې يې د کمربند او لارې د يوې مهمې برخې ــ د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند وړاندیز وکړ. څو ورځې وروسته يې د شانګهای همکارۍ سازمان د بيشکېک په سرمشريزه کې له غړيو هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې د ورېښمو لارې ورحيه لا پراخه کړي.
د تېر کال د جون په پيل کې، د چین، قرغېزستان او ازبکستان مشرانو په انلاين ډول د چين ـ قرغېزستان ـ ازبکستان رېل پټلۍ پروژۍ د تړون لاسلیک ته مبارکۍ وويلې.
منځنۍ اسيا شنه غرونه، پاکې اوبه او اوږده سيندونه لري، خو سمندر ته لار نه لري. د ورېښمو لرغونې لار له دې سيمې تېره شوې ده، خو منځنۍ اسيا د جعرافيايي شرايطو له امله يې ښه پرمختګ نه دی موندلی. د چين ـ قرغېزستان ـ ازبکستان رېل پټلۍ د چین د شينجيانګ له کاشغر څخه د قرغېزستان له لارې ازبکستان ته غځېدلې، راتلونکي کې لوېديځې اسيا او جنوبي اسيا ته غورځېدلی او د اسيا د ټرانسپورټ يوه مهمه لاره وګرځېدلی شي. اوس د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې د چين او د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ د زیاتېدو په حال کې دي، د چین ـ قرغېزستان ـ ازبکستان رېل پټلۍ د ډېرو همکاریو یوازې یوه بېلګه ده. ټرانسپورټي تګ راتګ د دې سازمان د غړيو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړيکې نورې ژورې کړې.
په دې وروستيو کلونو کې د شانګهای همکارۍ سازمان په دوامدار ډول خپل غړي هېوادونه زيات کړي. په ۲۰۱۷ کال کې هند او پاکستان، په ۲۰۲۳ کال کې ايران او په ۲۰۲۴ کال کې بلاروس په دې سازمان کې شامل شوي. تر اوسه پورې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو شمېر ۱۰ ته رسېدلی دی. د دې ترڅنګ، افغانستان او مغولستان د ناظر هېوادونو په توګه او اذربايجان، ارمنستان، کمبوډيا، نيپال، ترکيه، سريلانکا، سعودي عربستان، مصر، قطر، بحرین، مالديو، ميانمار، عربي متحده امارات او کویټ د ډيالوګ همکارانو په توګه په دې سازمان کې شامل شوي دي. د شانګهای همکارۍ سازمان د شریکانو شمېر له ۶ څخه ۲۶ ته زیات شوی او په دې سره په نړۍ کې تر ټولو لوی او زيات نفوس لرونکی سيمه ييز همکاريز سازمان ګرځېدلی دی.
شانګهای همکارۍ سازمان بېلابېل هېوادونه راټولوي او په نړيوالو او سیمه ييزو چارو کې لا نور لوی مسئولیت پر خپله غاړه اخلي.
































