د چین د سوداګرۍ وزارت چارواکي د اګست په ۲۷مه نېټه په یوه غونډه کې وویل چې د چین او د شانګهای همکارۍ سازمان نورو غړو هیوادونو ترمنځ پانګونې او صنعتي همکارۍ په وروستیو کلونو کې په ثابت ډول پرمختګ کړی دی. سرچینه وايي چې اوس مهال، د دغه سازمان په نورو غړو هیوادونو کې د چیني تصدیو شمېر له ۳۰۰۰ څخه ډېر دی، چې په هر کال کې له ۲۰۰ زرو څخه زیات دندې رامنځته کوي.
د خبر له مخې، د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو شرکتونو په ګډه د پانګونې او صنعتي همکارۍ ګڼ شمېر پروژې پلې کړې دي چې نه یوازې د نفتو او ګاز، کرنې او بنسټیزو تاسیساتو په شمول دودیزې برخې، بلکې د نوي انرژۍ، زرغون کانونو او ډیجیټلي اقتصاد په څیر نوې ساحې هم پوښي.
































