په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال دایمي استازي ګنګ شوانګ د اګست په ۲۷مه نېټه د اسرائیلو او فلسطین د مسئلې په اړه د امنیت شورا په پرانیستې غونډه کې وینا وکړه او له اسرائیلو څخه یې وغوښتل چې سمدلاسه په غزه کې خپل پوځي عملیات ودروي.
ګنګ شوانګ وویل چې د غزې شخړه نږدې ۷۰۰ ورځې دوام لري چې ۲ میلیونه اوسېدوونکي يې د بشر له خوا په جوړ شوي ستر ناورین کې را ګیر شوي دي.
ده زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید د وضعیت د لا نور خرابېدو د مخنیوي لپاره هره هڅه وکړي.
































