د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۲۰۲۵ کال سرمشریزه به د اګست له ۳۱مې نېټې څخه د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې د چین په تیان جین ښار کې ترسره شي.
دا پنځم ځل دی چې چین د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشریزې کوربه توب کوي او روانه سرمشریزه د دې سازمان له جوړېدو راهیسې تر ټولو لویه سرمشریزه ده.
د چین مډیا ګروپ به د روانې سرمشریزې د راپورونو برابرولو او په څو ژبو د سرمشریزې د نشراتو او ژباړلو او د ادبي او هنري پروګرامونو د جوړولو او ثبت کولو لپاره څه د پاسه ۷۶۰ کارکوونکي واستوي ترڅو په ډېرو ژبو د راډیو، ټلویزیون، انټرنېټ او نورو ټولنیزو رسنیو له لارې غوره خپرونې ولري او د نړۍ په لومړۍ کچه د دې سرمشریزې په اړه راپورونه وکړي.
































