ټاکل شوې چې سبا ماښام د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو تر منځ د شل اوريزو لوبو په درې اړخيزه لوبلړۍ کې افغان لوبډله له پاکستانۍ لوبډلې سیالي ترسره کړي. دغه درې اړخېزه لوبلړۍ چې سبا جمعه د ماښام ۷ نیمې بجې د اګست په ۲۹ مه نېټه د پاکستان او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په سیالۍ پیلېږي، د متحده عربي اماراتو په کوربتوب ترسره کیږي. افغان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې دغه سيالۍ به د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي. په دغو سياليو کې ټولې اووه لوبې کېږي, هر هېواد به له يوه بل سره دوې دوې لوبې کوي او يوه سيالي به د پايلوبې وي.
































