” د سولې انعکاس” کولتوري فعاليت د اګست په ۲۶مه نېټه د بريټانیا په لیورپول کې ترسره شو. د چين مېډيا ګروپ مشر شن های شيونګ دغې فعالیت ته ويديويي وینا وکړه. په ژنیو کې د م م د دفتر عمومي مدیرې تاتیانا په دغه فعالیت کې ګډون او وینا وکړه.
شن های شیونګ وویل چې سږ کال د جاپاني تیري پر وړاندې د چینایانو د مقاومت او د فاشیزم ضد نړیوالې جګړې د بریا ۸۰مه کلیزه ده. هغه زیاته کړه: موږ باید په نننیو ناکراره حالاتو کې له ننګونو سره د مقابلې لپاره په ګډه کار وکړو.
هغه وویل چې په دې فعالیت کې د”الوتونکي پړانګ” په شمول یو لړ چیني فلمونه او ټلویزیوني پروګرامونه نندارې ته وړاندې کېږي. ده وویل: راځئ چې له تاریخ څخه زده کړه وکړو، ګډ راتلونکی جوړ کړو او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره ګډ کوښښ وکړو.
































