د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۲۸مه د برازیل د بهرنيو چارو له وزير ماورو ویېرا سره د ده په غوښتنه ټيلېفوني خبرې وکړې.
وانګ يي په دې خبرو کې وویل، د چین او برازیل ښې اړیکې اوس بې سارې کچې ته رسېدلې او د چين د دولت رئیس شي جين پينګ او د برازیل ولسمشر لولا ترمنځ کلک باور او دوستۍ د دواړو هېوادونو د ګډ برخلیک ټولنې د ابادولو لپاره مهم سټراټيژيک لارښود برابر کړی دی. هغه زیاته کړه چې چين غواړي له برازیل سره سټراټيژيک باور نور هم پياوړی کړي، يو له بل څخه ملاتړ وکړي، د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې موافقې ژر عملي کړي او په بېلابېلو برخو کې د چين ـ برازیل ترمنځ همکاریو ته وده ورکړي.
ماورو ویېرا وویل، رئیس شي جین پینګ دوه اوونۍ مخکې له ولسمشر لولا سره ټيلېفوني خبرې وکړې او برازیل ور څخه د زړه له کومې مننه کوي. دی وايي چې اوس نړيوال تجارت بې ثابته شوی دی او څو اړخیزتوب له سختو ننګونو سره مخامخ دی، نو د بريکس هېوادونو نږدې همغږي ډېر اهميت لري. نوموړي زیاته کړه چې برازیل هيله لري چې له چين او نورو اړوندو لورو سره اړیکې او همغږي لا پياوړې کړي، د څواړخیز سوداګریز سیستم د ابادولو ملاتړ وکړي او د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې اصلاحات رامنځته شي.
































